د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي په افغانستان کې د خپل رول دفاع کوو

روهي ( څلور نۍ/ ۷ د لړم)، هند ته د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو په سفر کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ویلې، چې هېواد ېې په افغانستان کې د خپل رول دفاع کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرا مینیام جې شنکر پرون په نوي ډیلي کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او دفاع وزیر مارک ایسپر سره تر کتنې وروسته، د افغانستان او په سیمه کې د ځينو نورو هېوادونو په وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

نوموړي ددې کتنې پرمهال ویلې: "د افغانستان په امن او ثبات کې د هندوستان ونډه څرګنده ده دا زموږ تمایل هم دی، چې په دې هدف په روانو نړیوالو هڅو کې ونډه ولرو."

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ویلي وو، هېواد یې اندېښمن دی، چې هندوستان ښايي د افغانستان له خاورې د پاکستان د بې ثباتۍ لپاره کار واخلي.

په سیمه کې دا ډول څرګندونې تل د پاکستان او هند ترمنځ اندېښنې را پاروي خو افغان چارواکو تل له خپلې خاورې د سیمې  د هېوادونو په ضد د نه کارونې  ډاډ ورکړی.