په هرات کې د ۱۷ عامه ګټې اخیستنې پروژې

روهي ( څلور نۍ/ ۷ د لړم)، د ښار او ځمکو جوړولو وزارت له لوري د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلي.
 د یاد وزارت مسولین وایي په هرات کې یې همدا ډول د ۲۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ نورو پرمختیایي پروژو ساختماني کارونه تر کار لاندې دي. 
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي چې نیږدې څلورو کالونو کې یې په هیواد کې ۱۰۹۲ د عامه ګټې اخیستنې ساختماني پروژې پیل کړي چې په تطبیق کیدو سره به یې د تعلیمي او تحصیلي مرکزونه ایجاد، د خلکو لپاره یې د عامه ګټه اخیستنې سهولتونه او د کار زمینه برابره کړیده.