د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی یو ځل بیا دوحې ته تللی

روهي (څلور نۍ/۷ د لړم)، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ناروې څخه دوحې ته سفر کړی.

نوموړی تازه داسې مهال دوحې ته سفر کوي  د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پرمختګ هېڅ څرک نشته او په هېواد کې تر بل هر وخت جګړو زور اخیستی او هره ورځ په افغانستان کې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي

خلیلزاد له خپل تازه سفر سره همهاله په خپلو تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې د سیاسي تفاهم لپاره به کړکۍ تل پرانیستې نه وي.