په خوست کې د نني برید له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي (درې نۍ/۶ د لړم)، نن سهار ۵:۵۰ دقیقې د خوست ښار اړوند مجاهد څلور لارې ته څېرمه د ځانګړو ځواکونو په مرکز موټر بم برید ترسره شو چې وروسته پرلپسې درې چادونې او ۷ تنه بریدګرو په یاد مرکز برید پېل کړ.

یاد برید چې څه باندې لس ساعته یې دوام وکړ ماسپیښین ناوخته د وروستي بریدګر د وژل کیدو سره پای ته ورسیده، د خوست امنیه قومندان غلام داود تره خېل وایي، چې په برید کې د ۲۵ نظاميان او ۹ کسه ولسي وګړي ټپیان شوې او ۶ سرتېرې وژل شوې دي.

آمنیه قومندان وایي بریدګر ۱۰ کسان و چې لومړیو درو کسانو یې موټر بم حملې کړي چې دوه یې له هدف وړاندې ویشتل شوې او پاتې ۷ کسانو له حکومتي ځواکونو سره وسله واله نښته پېل کړې چې وروستۍ بریدګر یې ماسپیښین ناوخته د حکومتي ځواکونو لخوا په نښه او جګړه پای ته ورسیده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201027_183835_511.sdoc-->