که بادام له حده زیاد وخوړل شي د دې ستونزې لامل کېږي

بادام  چې د وچې میوې له ډلې څخه یوه خوندوره او ګټوره میوه ده، چې خوړل یې د روغتیا له پاره ډېرې ګټې لري، خو د دې ګټو تر څنګ که د دې میوې په خوړلو کې احتیاط و نه شي او له حده زیاته و خوړل شي زیانونه هم لري. دا چې زیانونه یې څه دي او له کومو ستونزو سره مو مخ کوي؛ په دې ځای کې یې ولولئ. 

د وزن د زیاتوالي لامل کېږي: 
د بادامو له حده زیات خوړل د وزن د زیاتوالي لامل کېږي. په یوه وخت کې باید له ۳۰ ګرامو څخه ډېر بادام ونه خوړل شي، ځکه چې بادام د ډېرې کالوري او غوړیو لرونکي دي. ۳۰ ګرامه بادام ۱۶۳ کالوري او ۱۴ ګرامه غوړي تولیدوي. که تاسې له هغې اندازې نه زیاته کالوري چې ستاسې وجود ورته اړتیا لري ډېره مصرف کړئ، په وزن مو نیمه کیلو زیاتېږي. 

یوازې ۵۰۰ کالوري هم د دې لامل کېږي، چې ستاسې وزن زیات شي. که تاسې هره ورځ پرته له دې چې د خوړو په برنامه یې ولرئ، ۹۰ ګرامه بدن وخورئ، په یوه اوونۍ کې مو یوه کیلو وزن زیاتېږي. سره له دې چې د بادامو غوړي بې زیانه غوړي دي، خو که تاسې په ورځ کې ۹۰ ګرامه بادام وخورئ، وروسته له یوې اوونۍ څخه مو وجود ۴۲ ګرامه غوړي ذخیره کوي، چې دا مو په وجود کې د وزن د زیاتوالي او د وجود د غوړو د زیاتوالي لامل کېږي. په وجود کې د غوړیو زیاتوالي بیا د نورو ډېرو ناوروغیو لامل کېږي. 

نو د دې ستونزې د حال له پاره د بادامو په خوړلو کې احتیاط وکړئ، تر څو د وزن د زیاتوالي له ستونزې سره مخ نه شئ.