پر پښتو ژبه د رسنیو منفي اغېزې

د پښتو ژبې جوړښت ته تر ډېره زیان د رسنیو له امله رسېدلی او پښتو ژبه یې زیانمنه کړې ده. دا چې رسنیو څه ډول پښتو ژبه زیانمه کړې او ولې ډېر زیان پښتو ژبې ته د رسنیو له امله رسېږي؟ د دې پوښتنو د ځواب له پاره به په دې مقاله کې معلومات او دلایل وړاندې شي. 

پښتو ژبه په رسنیو کې د ژباړې ژبه ګڼل کېږي او رسنۍ تل هڅه کوي، چې لومړی یو راپور او یا یو مطلب په دري ژبه جوړ کړي او وروسته یې بیا پښتو ژبې ته و ژباړي، چې ژباړونکې او کارکوونکي یې هم تر ډېره پورې بې تجربې وي او په ژبه نه پوهېږي. دوی داسې ژباړې کوي، چې په هغه ژباړه کې د پښتو ژبې جوړښت ته زیان رسوي. 

که ژباړونکي د ژباړې په اصولو ونه پوهېږي، یا ټکي په ټکي ژباړه کوي او یا د دري او انګلیسي ژبې اصول او قواعد ټکي په ټکي پښتو ژبې ته را ژباړي، چې دا کار د پښتو ژبې جوړښت ته لوی زیان دی. 

رسنۍ په ټولنه کې ډېرې اغېزې لري او د رسنیو ژبه اغېزښېندونکې ژبه ده، چې پر خلکو ډېره اغېزه کوي، دې خبرې ته څوک پام نه کوي، چې دوی سم وايي او که نه یا هم د پښتو ژبې د اصولو خلاف موضوعات دي، خو ډېری کسان د پښتو ژبې د دې ناسمې او مصنوعې بڼې تقلید کوي او دا مصنوعي پښتو په ټولنه کې هم دود پیدا کوي. چې دا بیا د پښتو ژبې له پاره یو لوی زیان دی. که موږ د ښار د خلکو پښتو د کلي د خلکو له پښتو سره پرتله کړو دا به راته څرګنده شي، چې رسنیو څومره پښتو ژبه اغېزمنه کړې او مصنوعي بڼه یې ورکړې ده. پښتو ژبې ته  تر بل هر څه  ډېر زیان رسنیو اړولی دی، که د دې زیان مخه و نه نیول شي ښایي پښتو ژبه نوره هم زیانمنه شي. ځکه رسنۍ داسې کارکوونکې په دندو ګوماري، چې هغوی په ژبه نه پوهېږي او ژبه زیانمنه کوي له بلې خوا باید ټول خلک دې ته پام وکړي، چې په خپلو خبرو اترو او لیکلو کې د رسنیو مصنوعي پښتو و نه کاروي.
دا زیانونه ډېر پښتو ژبې ته د جوړښت په برخه کې رسېدلي دي، لکه د پښتو ژبې د خپلو تاړو، سربلونو، روستربلونو، ضمیرونو او نور پر ځای د دري او انګلیسی ژبې تاړي، سربلونه، روستربلونه او ضمیرونه را ژباړل شوي او د پښتو ژبې جوړښت یې زیانمن کړی. چې ځینې بېلګې به یې دلته ذکر کړو. 

په هلمند کې په غیر قانوني ډول کیندنې روانې دي. 
په ډېری رسنیو کې په دې ډول ویل کېږي، چې دا غلطي لري او ټکي په ټکي ژباړه ده. غیر موږ په پښتو ژبه کې نه لرو موږ په پښتو ژبه کې د دې پر ځای خپل  د (نا) مختاړی لرو چې داسې یې لیکو: 
په هلمند کې نا قانوني کیندنې روانې دي. 

همدارنګه په دې ترکیبونو کې هم د ژباړې له امله ګډوډ او غلط ترکیبونه و ګورئ. د قانون خلاف، د منطق خلاف، د اخلاقوخلاف  چې دا ترکیبونه هم د پښتو ژبې خپل ترکیبونه نه دي او له ورایه معلومیږي، چې د بلې ژبې را ژباړل شوي ترکیبونه دی. چې دا موږ په پښتو ژبه کې داسې لیکو: نا قانونه، بې منطقه، بې اخلاقه چې په دې ترکیبونو کې اوس زموږ د پښتو ژبې خپل تاړي راغلل او د پشتو ژبې ترکیبونه شول. 

دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې دي، چې په یوه مقاله کې د هغو ټولو بېلګو راوړل ستونزمن کار دی، چې د پښتو ژبې جوړښته ته یې زیان رسولی.