اذربایجاني ځواکونو ۱۷ ارمنستاني عسکرو نیول ادعا کړې ده

روهي (درې نۍ/۶ د لړم)، د ارمنستان د څېړنې کمیټې ویلي چې اذربایجاني ځواکونو په نګورنو قره‌باغ کې د دغه هېواد ۱۷ سرتېري نیولي دي.

سپوټنیک اژانس د یادې کمېټې د رییس رافایل ودانیان له قوله ویلي، اذربایجان ۱۷ ارمنستاني سرتېري په قره‌باغ کې یرغمل کړي دي او د دوو نورو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.

هغه دغه راز اذربایجان له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړی خو اذربایجان بیا ویلي چې ارمنستاني ځواکونو اوربند مات کړی دی او په دغه سیمه کې یې د دوی پر سرتېرو ډزې کړې دي.

اذربایجان د ارمنستاني سرتېرو د نیولو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201027_171132_949.sdoc-->