کابل کې چادونې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي ( درې نۍ/۶ د لړم )، د کابل پولیس وایي نن ماسپيښين یوه نیمه بجه د لسمې امنیتي حوزې اړوند د سرای چقرک په نامه سیمه کې د مقناطسي ماین چاودنې درې تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي. 

دا پېښه نن وروسته له غرمې په داسې حال کې رامنځته شوې چې یو سراچه موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و؛ ویل کېږي چې مړي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

په کابل کې د وروستۍ چادونې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.