
روهي (درې نۍ/۶ د لړم)، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په خوست کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز برید غندلی او هغه یې د هېواد او سولې د دښمنانو کار بللی دی.
له یادې شورا څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله راغلي، "په داسې حال کې چې د سولې په برخه کې یو بې ساری فرصت برابر شوی دی او اوسمهال د قطر په پلازمېنه کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، دغه ډول بریدونه او تاوتریخوالی د سولې په خبرو منفي اغېز پرې باسي".
نوموړي زیاته کړې، افغان دولت د سولې برخه کې پراته خنډونه لرې کړي خو طالبان لا هم په دغه ډول خونړیو بریدونو سره د دې پروسې پر وړاندې خنډ جوړوي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201027_151928_942.sdoc-->