د امریکا خزانې وزارت په ایران نوي بندیزونه لګوي

روهي ( درې نۍ/۶ د لړم )، د امریکا د خزانې وزارت تازه په یو اقدام کې د ایران د نفتو پ وزارت بندیزونه لګولي او وایي ددې وزارت ټولې ادارې به په دې بندیزونو کې شاملې کړي.

امریکا یو ځل بیا په ایران تور پورې کړې چې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او اوس تازه تازه یې د امریکا په ټاکنو کې هم مداخله پيل کړې ده.

ایران بیا د امریکا دغه ډول فشارونه غیر قانوني بللي دي او په خبره یې د ټرمپ حکومت د کمپایني موخو لپاره پر ایران فشارونه راولي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201027_075134_295.sdoc-->