محقق: د کابل وروستی ځانمرګی برید د طالبانو کار دی خو مونږ نه تسليميږو

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د وحدت ګوند بنسټګر او هزاره مشر محمد محقق وايي چې دشتي برچي سيمه پر کوثر نومي خصوصي کورس ځانمرګی برید د طالبانو کار دی. 

محمد محقق له اريانا نيوز سره په خپلې يوې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې ياد برید داعش نه بلکې طالبانو کړی دی چې د داعش په نوم یې يادوي. 

محمد محقق د سولې خبرو پر وړاندې هم منفي ليدلوری وړاندې کړی او ادعا یې کړې ده چې د سولې په نوم کوم څه شتون نه لري بلکې طالبان غواړي قدرت په لاس کې واخلي. 

محقق دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې طالبان د جګړې او يا هم د سولې خبرو له لارې دا هڅه کوي چې د تېر په څېر به امارت رامنځ ته کړي نو دوی به یې پر وړاندې مقاومت وکړي او ورته تسليم به نه شي. 
محمد محقق په داسې وخت کې د کابل وروستي بريد مسووليت پر طالبانو اچولی خو  طالب وياند ذبيح الله مجاهد له بريد څو ساعته وروسته په ياد بريد کې د طالبانو لاس لرل رد کړل او په ټوېټر یې ولېکل چې طالبان په کې لاس نه لري. 

له محمد محقق وړاندې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش هم د دشتي برچي بريد د طالبانو کار بللی وو. دانش ويلي وو چې طالبانو ياد بريد کړی او د داعش نوم یې ورکړی دی. 

له بلې خوا د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار دغه بريد ته په غبرګون کې ويلي وو، چې طالبانو په ياد بريد کې خپل لاس لرل رد کړل، داعش يو ناڅرګند نوم دی، نو هره خوا دا ډول بريدونه کولی شي او بيا د داعش نوم پرې ږدی. 

د يادونې ده چې د کابل ښار په لوېدېځه برخه کې چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره ګان دي د دغه ډول بريدونو مسووليت داعش په غاړه اخلي.