د قوس له ۲۷مې پولیس د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د نیول کیدو چاره پېلوي

روهي (دوه نۍ/۵ د لړم)، د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر وايي، د لیندۍ یا قوس له ۲۷مې به پولیس په کابل کې د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د نیولو پروسه پېل کړي.

د لومړي مرستیال مطبوعاتي مسؤل رضوان مراد په اړه وایي"که چېرې له دې نېټې وروسته بې اسناده موټر د کابل پر سړکونو یا ولایتونو کې لیدل کېږي، نو د پولیسو له خوا نیول کېږي او دا موټر به پولیسو ته د ګزمو لپاره ورکول کېږي یا به په لیرې پرتو سیمو کې ترې پولیس ګټه اخلي."

په کابل کې د امنیتي پېښو تر زیاتېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امر اله صالح په خپله د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیتي چارو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې شکایتونه وو، چې په بېلابېلو جنايي پېښو کې له بې اسناده موټرو کار اخیستل کېږي.