هغه بریالي افراد چې زده کړې یې پرېښي

۱- استیو جابز
د اپل کمپنۍ اجرائیه مدیر او د تکنالوژۍ د برخې یو تن مشهور ترینه څېره ده، چې د امریکا  اورګون ایالت د پورتلند ښار رید کالج  کې د یو نیم کال زده کړو وروسته استعفاء ورکړه؛ چې وروسته یواځې ددغه کالج په ځېنو خوشنویسۍ کورسونو کې برخه اخیسته.
 
۲- بنجامین فرانکلین
فرانکلین د امریکا متحده ایالاتو یو تن پلار یا ایجادونکی، چې په یو لویه کورنۍ چې تقریبآ شل تنه ول نړۍ ته سترګې برانیستلي، چې دی یې پېنځه لسمه یعنې ترټولو وړوکی و.
بنجامین لس کلن و چې مکتب یې پرېښود تر څو د خپل پلار سره په چاپخانه ( مطبعه ) کې کار وکړي او وروسته بیا د خپل ورور لپاره.

۳- توماس ادیسون
ادیسون د خپل ناروغتیا له کبله تل ښوونځي ته ناوخته تله چې په ټولګي کې د نورو ټولګیوالو په نسبت په خپلو درسونو کې پاتې و، چې دغه حالت دومره له حده ډیر و چې یو استاد له خوا ورته د بېسواده یا هم کمزوري ذهن لرونکی یاد کړ.
توماس ښوونځی پرېږدي؛ له دې وروسته بیا مور یې چې استاده هم وه ددی زده کړې پخپله غاړه اخلي.

۴- پرنسس دایانا
دایانا سپنسر د ولز شهزاده ګۍ د غرب سلامت ښوونځي کې زده کړې کولې چې درسونو کې ډیره ضعیفه وه، چې ونشوای کولای چې لوړې نمرې ترلاسه کړي تر څو د یاد ښوونځي لوړ صنفونو ته لاره پېدا کړي، چې په شپاړلس کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښوده او د پاتې درسونو لپاره سوئد ته لاړه چې هغه یې هم پرېښودله.

۵- والت دیزنی
والت دیزنی چې د نړۍ ترټولو لوی د کار ایجادونکی دی، چې په شپاړلس کلنی کې ښوونځی پرېښوده او د ملي ځواکونو سره یو ځای شو.

والت چې وروسته له دې چې مولټي یا ترټولو ډیر میلیونر او د والت دیزنی شرکت څښتن شو، ډېر جایزې ترلاسه کړل چې یو له دې جملو څخه د جمهوریت د خپلواکۍ مډال ترلاسه کړ؛ چې په ۵۸ کلنۍ کې افتخاري د متوسطه ښوونځي دیپلوم ورکړل شو.

۶- جان راکفلر
راکفلر د متوسطه ښوونځي څخه دوه میاشتې له فراغته ښوونځی پرېښوده.
ده د پادو په توګه دنده ترسره کړه چې دغه مشهور میلیاردر په ۱۸۷۰ کال کې د نفتو استندرد د اویل شرکت تاسیس کړه.

۷- البریت اینشتین
د ټایم مجله اینشټین یې د قرن سړی یاد کړ. دغه د فزیک شهزاده د نوبل جایزې ګټوونکی او د نسبیت نظرې خاوند په ۱۵ کلنۍ کې ښوونځی پرېښی و.