د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا جګړه بې مانا بللې ده

روهي (دوه نۍ/ ۵ د لړم)، امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې ویلې په افغانستان کې يې ۱۹ کاله جګړه بې مانا او مسخره وه.

نوموړي د خپلې وینا پرمهال د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما او مرستیال ولسمشر جو بایډن تورن کړي چې په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بېځایه لګولې او دې برخه کې یې ګڼې تیروتنې کړي دي.

ټرمپ په افغانستان او عراق کې د امریکا ۱۹ کاله جګړه مسخره او بې مانا بللې او په خبره یې دا یوازې امریکا ته له ګټې بغېر د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتل و.

ټرمپ یو ځل بیا په هغه ژمنه ټینګار کړی چې څو اونۍ وړاندې یې ویلې و، چې په افغانستان کې به د امریکا روانه جګړه پای ته ورسوي او تر راتلونکي کرسمس به له دې هېواد خپل ټول سرتېري را وباسي.

ټرمپ تر دې وړاندې پخوا هم په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه.