امریکا په ایران او روسیه بندیزونه سختوي

روهي ( دوه نۍ/ ۵ د لړم)، په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو په رانږدې کیدو  سره یو ځل بیا امریکايي چارواکو ویلې، چې په ایران او روسیه به یې بندیزونه دوام ولري.

ددې هېواد د ملي امنیت سلاکار رابرات اوبراین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران او روسیه هڅه کوي ترڅو د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او د دواړو هېوادونو له دې کار انکار نه شي کیدلی. 

د نوموړي په خبره دواړه هېوادونه په ټاکنو کې د ټرمپ د ناکامولو هڅه کوي او  په دواړو هېوادونو یې سخت فشار راوستی او تر وروستي حده یې بندیزونه سخت کړي خو بیا هم هڅه کوي ترڅو روسیې او ایران ته سزا ورکړي. 

 د امریکا د ملي امنیت سلاکار وروستۍ څرګندونې دواړو هېوادونو ایران او روسيې رد کړي او وايي امریکا او ملګري یې غواړي ترڅو په دې توګه ټرمپ په ټاکنو کې مخکښ معرفي کړي.