له سختو جګړو وروسته ارمنستان او ادربایجان یو ځل بیا په اوربند راضي شوې دي

روهي ( دوه نۍ/۵  د لړم)، د اذربایجان او ارمنیا ترمنځ په لانجمنه نګورنو قره باغ سیمه کې په اوربند هوکړه شوې ده.
 
ددواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې په اوربند خبرې او بحثونه کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به اوربند به نن دوشنبه له اتو بجو وروسته عملي کیږي. 

د یادو هېوادونو ترمنځ له دې وړاندې په مسکو کې هم پر اوربند هوکړه شوې وه خو څو ساعته وروسته مات شو بېرته جګړه پېل شوه؛ امریکا دا ځل له دواړو هېوادونو د هغه هوکړې د عملي کیدو غوښتنه کړې چې مخکې پرې د دواړو خواو ترمنځ توافق شوی و. 

د دواړو طرفونو ترمنځ په تازه اوربند کې په ارمانیا او اذربایجان فشار راوړل شوی ترڅو په سم ډول د اوربند عملي کیدو ته ژمن واوسي او په سیمه کې له پارونکو اقداماتو ډډه وکړي.