د کابل پرونی ځانمرګی برید؛ طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي خو سرور دانش یې د طالبانو کار بولي 

روهي (يوه نۍ/۴ د لړم)، تېره ورځ کابل ښار لوېدېځه برخه برچي دښته سيمه کې د کوثر په نوم د يو خصوصي ښوونيز باندې ځامرګی برید شو، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ - ژوبله وواښته. 

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له پېښې څو ساعته وروسته پر ټوېټر ولېکل چې برید کې لاس نه لري، خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي چې ياد بريد د طالبانو له خوا شوی دی. 

سرور دانش پر خپلو غږکړی چې يووالی سره وساتي او د سختو ورځو لپاره تیاری ولري. 

له بلې خوا د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د دغه بريد په غبرګون کې ويلي دي، چې طالبانو دا کار رد کړ او داعش يو ناڅرګند ادرس دی؛ هر څوګ چې يو څه وغواړي کوي يې او بيا یې پړه پر داعش اچوي.