د هېواد په درو ولایتونو بدخشان، بادغیس او ننګرهار کې د ۷۰۸ ميلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو پروژې

روهي (يوه نۍ/۴ د لړم)، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري په بادغیس کې ۱۹ پروژې چې په کې ۲۱۰ کیلومتره سړک او د ۶۰ متره پل جوړول شامل دي، چارې بشپړې شوې دي، په بدخشان کې ۶،۷ کیلومتره سړک ګتې اخېستنې ته سپارل شوی او په ننګرهار کې تازه د  ۳،۲ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د دې پروژو  په مټ د ۱۰۰ زره خلکو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی اسان شو او په  اسانۍ سره کولای شي، چې خپل کرنیز محصولات په وخت  تر ښاره ورسوي. د دې ترڅنګ  د دې پروژو په کاري بهیر کې به  ۱۵۷ زره  کاري ورځې  د سېمې خلکو ته رامنځته شوې.

د یادونې وړ ده، چې  دا یوازې د کليو بیارغونې او  پراختیا وزارت د یو پروګرام ارقام دي، په یادو ولایتونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د نورو پروګرامونو له لوري هم د ګڼو پرمختیایي پروژو چارې روانې دي.