ارګ وایي طالبان لا هم له تروریستي ډلو سره اړیکي لري

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، اقغانستان جمهوري ماڼۍ په غزني کې د القاعده شبکې د اسیا برخې مسؤل د وژل کیدو په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویلې،" ددغه شبکې دې مهم غړي وژل کېدو دا ثابته کړه چې د تروریزم تهدید او له تروریستي شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پرخپل ځای دي".


په اعلامیه کې زیاته شوې"طالبان باید عملا د افغانستان خلکو، دولت او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې د القاعدې په ګډون له ټولو تروریستي شبکو او ګروپونو سره اړیکې پرې کوي، له جنګ او تاوتریخوالي لاس اخلي او د دایمي اوربند په منلو سره په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین زمینه برابروي".