د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير په ناقانونه توګه توقيف شو


د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير اسدالله وحيدي د رنګين سپنتا او د اطلاعاتو او کلتور وزات له خوا د لويې څارنوالۍ په واسطه په غيرې قانوني توګه نن توقيف شوى دى ، له سرنوشت ورځپاڼې څخه روهي ویبپاڼې ته په رسيدلي خبر کې ويل شوي دي ، چې د سرنوشت ورځپاڼې مسوول چلوونکى اسدالله وحيدي نن غرمه مهال د لويې څارنوالۍ له خوا توقيف خانې ته استول شوى دى . سرنوشت ورځپاڼې يوه اونۍ وړاندې د ملي امنيت د شورا د مشر رنګين سپنتا د ورور وحيد طاهري په اړه خبر خپور کړى وو چې په هرات کې يې وسله واله ډله جوړه کړې ده ددغه خبر له خپريدو وروسته سپنتا اطلاعاتو او کلتور وزارت ته شکايت کړى چې په دغه خبر کې بايد د سپنتا نوم نه وى اخيستل شوى اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرنوشت ورځپاڼې سره له اړيکې پرته د ورځپاڼې مسوول مدير لويې څارانوالۍ ته پيژندلى دى . سرنوشت ورځپاڼې د کلتور وزارت دغه کړنه او د لويې څارنوالۍ دا اقدام په کلکه غندلى دى سرنوشت ور ځپاڼه ادعا کوي چې خپور کړى خبر يې د ژورناليزم په ټولو اصولو برابر دى او سپنتا او اطلاعاتو کلتور وزارت دغه کړنه له ورځپآنې سره د تبعيض له وجې کړي ده .د ورځپاڼې کارکوونکو ژر تر ژره له توقيف خانې څخه د ښاغلي وحيدي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده . دغه راز د ژورناليستانو څخه د ملاتړ د ټولنې مشر احمد ضيا بوميا هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، سپنتا او لويې څارنوالۍ دغه ګام په کلکه غندلى او ژر تر ژره يې د وحيدي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده .
بل خوا د ويسا ورځپاڼې مسوول مدير زبير شقيفي هم د کلتور وزارت او لويې څارنوالۍ دغه کړنه په کلکه غندلې او ژر تر ژره يې د ښاغلي وحيدي د خوشي کيدو غوښتنه کړې ده .
د يادونې وړ ده چې سرنوشت ورځپاڼه يواځينۍ پښتو ورځپاڼه ده چې په ملي مسايلو کې يې د چا له ويرې پرته خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې ده .