پکتيا کې د هدفي وژنو د يوې شبکې دوه غړي وژل شوې او یو ژوندی نیول شوی

روهي (یوه نۍ/ ۴ د لړم)، د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلې، چې نن ماسپښين ناوخته یې د پکتيا مرکز ګردېز دويمې امنيتي حوزې اړوند په لوړپوړو ودانيو کې د هدفي وژنو د یوې ترهګریزې ډلې دوه کسان وژلي او یو یې ژوندی نیولی.

دوی په وینا چې دې ډلې نن ګردېز کې د پاسپورټ ریاست یو پوليس ووژه، چې له هغې وروسته د پوليسو په تعقيب د تېښتې پر مهال يې دوه تنه ووژل شول او يو يې ژوندی ونيول شو، چې اوس تر څېړنو لاندې دی.

د پکتیا مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې راغلې" د هدفي وژونو دې ډلې د پکتيا ولايتي شورا مرستيال، قومي مشران، د امنيه قومندانۍ يو شمېر منسوبين او امنيتي سرتيري هدف ګرځولي وو".

له دې ډلې سره دوه بې غږه تمانچې او له يو کلاشينکوف سربيره يو موټر هم نيول شوی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201025_170039_621.sdoc-->