حکمتیار: د لنډ مهالې حکومت جوړول یواځینی حل لاره ده

روهي ( یوه نۍ/۴ د لړم)، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان اوسنی حکومت نه غواړي او لنډمهالی حکومت یواځنۍ حل لاره ده.

پاکستان ته د خپل وروستي سفر د پایلو په اړه نوموړي نن په کابل ویلې، چې په هېواد کې د سولې تامین ته هیله من دی او زیاتوي چې پاکستان ورته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به په صادقانه ډول کار وکړي.

له بلې خوا، د وروستیو ناامنیو په غبرګون کې، حکمتیار ویلې، چې د امنیت برابرول د حکومت دنده ده او باید دې برخه کې جدي کار وکړي.

پنځه ورځې وړاندې حکمتیار په پاکستان کې یوې خبري غونډې ته ویلې و، چې متحده ایالات په افغانستان کې پاتې راغلي او له وتلو پرته بله چاره نه لري.

نوموړي په ​​دوحه کې د سولې په خبرو هم نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې دا پروسه یوازې د دوو ډلو ارګ او طالبانو ترمنځ ده.

ګلبدین حکمتیار پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ګډون له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وکتل.

نوموړي په پاکستان په خپلو څرګندونو کې ویلې، چې د کابل حکومت غواړي جګړه دوام ولري او د سولې په ګټه نه دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201025_143328_768.sdoc-->