پکتیکا کې ماین چادونې درې وروڼه وژلي دي.

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند د کوټوالو په سیمه کې ماین چادونې د دریو وروڼو په ګډون څلور ماشومان وژلي دي

د پکتیکا مرکز شرنه کې نن ددې برید په غبرګون کې لاریون روان دی، چې خلک په پېښه کې د وژل شویو څلور تنو ماشومانو جنازې هم د اعتراض په ډول له ځانه سره راوړې دي.

خلک له دولته ددې پېښې د عاملینو د ژر نیولو او محاکمې غوښتنه کوي او د اعتراض په توګه یې د مرکز ښرنې ښار هم په بشپړ ډول تړلی دی.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201025_115832_842.sdoc-->