قطر کې د سولې خبرې خو ملي دفاع وزارت په بلخ او هلمند کې د هوایي بریدونو پرمهال د ۳۴ طالبانو د وژل کیدو خبر ورکوي

روهي ( یوه نۍ/۴ د لړم)، د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلې، "تیره شپه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې طالبان د ترهګریزو طرحو په موخه راټول شوي ؤ, د هېواد د هوایي ځواک د برید هدف وګرځیدل, چې په پایله کې ۱۵ تنه طالبان وژل شوي دي".

همدا راز په یو بل هوایي برید کې د یادې ولسوالۍ په تیمورک دوهم سیمه کې د ۵ طالبانو وژل کیدو خبر ورکوي او زیاتوي چې د دوی ګڼې وسلې یې هم له منځه وړي.

بلخوا دفاع وزارت په یوه جلا خبر پاڼه کې د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې د مرکز لښکر ګاه اړوند بشران، نهرسراج، سنګین او ناوې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د هوايې او ځمکنیو ځوابي بریدونو په ترڅ کې، د ۱۱ تنه طالبانو د وژل کیدو او وسايطو ضد ۱۰ کړۍ ماینونو د کشف او له منځه وړو خبر ورکړی.

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو په هېواد کې جګړو شدت موندلی او دواړه خواوې یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو ادعاوې کوي.