کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي (یوه نۍ/ ۴ د لړم)، د کورنیو چارو وزارت تازه په یوې خپرې شوې خبر پاڼه ویلې، چې منسوبینو یې د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د وزارت په وینا، چې دا کسان د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او نهمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي او چهاراسیاب ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، وژنې، د غېرقانوني وسلو د لېږدونې، د موبایل د غلا، شکونې او د څارنوالۍ د قرار پر بنسټ تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

وزارت زیاتوي، چې د ملي پولیسو منسوبینو د "امنیتي میثاق" د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201025_102655_947.sdoc-->