
روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ او ور سره مل پلاوي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د سنا رئیس سره ولیدل.
په دی لیدنه کې دواړو خواوو ټينګار وکړ چې باید د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګښت او د نوي فصل د پرانیستي لپاره په ګډه کار وکړو.
همدارنګه د پاکستان سنا رئیس د ولسي جرګې رئیس او د دارالانشاء لوی رئیس ته وړاندیز وکړ ترڅو د دارالانشاء کارکوونکي د ظرفیت لوړنې، تشریفاتو او پارلماني چارو زده کړو په پار د یاد هیواد پارلماني انسټیټیوټ ته ور وپیژني.