په دوحه کې د سولې خبرې خو په هېواد کې د جګړو شدت

روهي (یوه نۍ/ ۴ د لړم)، د قطر په دوحه کې د افعانانو ترمنځ د سولې له روانو خبره سره همهاله د هېواد اکثره ولایتونو ته جګړه غځیدلې ده چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵ طالبان د حکومتي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت، بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو په بریدونو کې د ۵۰ ولسي وګړو د وژل کیدو خبر ورکوي.

په هېواد کې د وروستیو جګړو په اړه د نظامي ځواکونو د مرګ ژوبله اړه لا دقیق معلومات نشته خو د راپورونو له مخې یوازې په تخار کې په تېرو څلورو ورځو کې له ۷۰ څخه زیات دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

په هېواد کې د جګړو شدت او د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو او همدارنګه د ګڼ شمېر حکومتي ځواکونو وژل کیدو د جګړو د مدیریت څرنګوالی تر نیوکو لاندې نیول شوی.
خو د ملي دفاع وزارت بیا په جګړو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو او نظامي ځواکونو ته پر وخت د تجهیزاتو د رسیدو خبره کوي
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په دې اړه وایي: "د جګړې په ډګر کې خپلو ځواکونو ته رسېدل او د هغوی بشپړول د دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، او دا چاره تر اوسه له کوم کمښت سره نه ده مخ شوې".

د طالبانو د بریدونو د ډیریدو په اړه د اندېښنو سره سره، ولسمشر غني تېره ورځ د اصلاحاتو په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا ته په اشارې سره وویل چې د امنیت سکتور خپل د ځان بسیاینې منظم پلان پلي کوي.