ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل په لوېدیځ برچي کې ځانمرګي برید او په هېواد کې وروستی تاوتریخوالی وحشیانه عمل بللی

روهي (یوه نۍ/۴ د لړم)، ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل وووستي برید په غبرګون کې تازه په خپله اعلامیه کې ویلې، "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه وحشیانه بریدونه په کلکه غندي او زیاتوي، د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړو او د ۶۱۰۰ طالب بندیانو د خلاصون د تائيد او د جګړې او وینې بهېدلو د پایته رسولو په خاطر د افغانستان د خلکو، دولت او بین المللي ټولنې د مکررې غوښتنې باجود او دا چې طالبان دایمي اوربند ومني او له جګړې او تاوتریخوالي دې لاس واخلي، زموږ خلک تر اوسه هم د دوی د نامشروع جګړې او تاوتریخوالي د دوام شاهد دي"

د افغانستان کورنیو چارو وزرات ویلې، چې د پلازمېنې کابل په لوېدیځه برخه کې د یوه زدکړیز مرکز په کوڅه کې د ځانمرګي برید له کبله ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ ټپیان شوي دي.

دا برید چې پرون مازدیګر مهال د کابل په لوېدیځ پل خشک سیمه کې پر کوثر دانش روزنیز مرکز شوی د برید پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې ده.