دوه برازيلي وروڼو خپل پلار ژوندی ښخ کړو

د برازيل له مرکز (روديجينرو) څخه خبرونه وايي، چې دوو برازيلي وروڼو پوليسو ته اعتراف د خپل پلار پر وژنه اعتراف کړی. دوی ويلي، چې  خپل پلار يې لومړی د خوب له ګوليو سره بېهوښه کړی او بيا يې ژوندی تر خاورو لاندې ښخ کړی دی.دغه دوه وروڼه چې 21 کلن او 18 کلن دي، وايي چې پلار يې ډېر تريخ سړی و او ډېر شراب يې څښل او د دوی همجنسبازي يې نه شوه زغملی . داسی ګومان کيږي چې يو ګاونډي به هم له دغو هلکانو سره مرسته کړې وي.