کرزي او خليلي سره ناسته کړې؛ وايي پر سولې او سياسي وضعيت مو خبرې کړې 

روهي (نۍ/۳ د لړم)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د ده پخواني دويم مرستيال محمد کريم سره لېدنه کړې ده. د حامد کرزي پر فېسبوک پاڼه لېکل شوي دي چې په دې لېدنه کې د سولې پر بهير او همدا ډول د هېواد روان سياسي وضعيت باندې خبرې - اترې شوې دي. 

حامد کرزي د نننۍ ناستې په اړه پوره مالومات نه دي ورکړي، خو په دې وروستيو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت مخالفو سياسي څېرو سره ناستې ډېرې کړې دي. 

د سولې بهير چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ مياشت وړاندې دوحه کې پيل شوې، ځيني سياسي ګوندونو يې مخالفت کوي. جمعيت او اسلامي ګوندونه د سولې بهير چې اړخونه يې حکومت او طالبان دي، مخالفت کوي. 

د يادونې ده چې تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په يو رسمي سفر پاکستان ته لاړ او له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره يې ولېدل.