پاکستان افغان محصلانو ته  نن په کابل کې سلګونه د زده کړو بورسونه وېش کړل

روهي (نۍ/۳  دلړم)، پاکستان سږ کال یو ځل بیا افغان محصلانو ته په بېلا بېلو برخو کې له له ۸۰۰ سوه زیات بورسونه ورکړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په همدې موخه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې غواړي ددې لارې د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو بهیر  لا پیاوړی کړي.

دغه سفارت په خپلو تازه ۸۵۸ بورسونو کې چې نن یې په کابل کې په محصلانو وویشل د ځینو نورو رشتو ترڅنګ پکې د طب، کمپیوټر ساینس او اقتصاد برخې شاملې دي.

پاکستان افغان محصلانو ته په یاد هېواد کې د زده کړو دا پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پېل کړی چې ویل کیږي تر دې دمه پکې له ۳۰۰۰ زیاتو افغان محصلانو خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي دي.