روهي ( نۍ/۳ د لړم )، قرغزستان کې به د راروانې جنورۍ میاشتې پر لسمه د ولسمشرۍ ټاکنې وشي چې دا په دې هېواد کې له خپل وخت وړاندې د ټاکنو ترسره کیدل دي.
ددغه هېواد د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه په پلازمېنه بشکېک کې د یوې بیړنۍ غوندې وروسته کړې ده.
قرغزستان کې د څو اوونیو د ناکراریو په نتیجه کې حکومت نسکور د او له وخت وړاندې د ټاکنو د ترسره کیدو اعلان داسې مهال کیږي چې د هېواد ولسمشر یې سورونبای جینبیکوف استعفی ته اړ شو.
په قرغزستان کې د اکتوبر د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو ادعاوو سره په دې هېواد کې ناکراریو زور واخیست او حکومت مجبور شو ترڅو واک خوشې او بیا په دې هېواد کې د ټاکنو اعلان وکړي.
وروستي