روهي (نۍ/۳ د لړم)، د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ ویلي، طالبان باید د تاوتریخوالي کچه چې د نه منلو وړده راټیټه کړي چې اوربند ته لار هواره شي.
نوموړي زیاته کړې"هغوی باید له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کړي چې بیا هېڅکله له افغانستانه زموږ پر هېوادونو ترهګریز بریدونه ونه شي".
افغان حکومت د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبیرګ د څرګندونو هرکلی کړی دی.
وړاندې تر دې، د ناټو سرمنشي په خپلو خبرو کې ویلي وه چې طالبان باید له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو کې باید د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
وروستي