نن په خوست کې د یوې غونډې پرمهال ددې ولایت اوسیدونکو د سولې له روانو خبرو ملاتړ څرګند کړ او د اوربند غوښتنه یې وکړه

روهي (نۍ/۳ د لړم)، د خوست علماءکرامو، قومي مشرانو او صنعت کارانو په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ تر سره کړ او د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.

په ناسته کې د صنایعو او معدن خونې اجراییه رئیس جهان ګل همت په خپلو خبرو کې وویل چې سوداګر او صنعت کاران د سولې ملاتړي دي او که چیرته سوله رامنځ ته شي، داخلي تولیدات به زیات، کارخونې به پراخې او خلکو ته به په خصوصي سکتور کې د کار زمینه برابره شي.

په غونډه کې خوست والي محمد صدیق پتمن وویل چې جمهوریت د ټولو لپاره غیږ پرانیستي او دا انتخاب ولس کړې، د سولې خبرې د ټولو ملي فکر دی او اوس نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسیدلي چې په افغانستان کې له سولې بله لار نه شته.

په ورته مهال علماکرامو په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مزاکراتي پلاوي څخه کلک ملاتړ تر څنګ په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې اوربند ته غاړه کیږدي.