په وردګو کې لویې اډې جوړېږي د کابل ـ کندهار په لویه لار خلک له ناامنۍ شکایت کوي

روهي ( نۍ/۳ د لړم)، له هغه وروسته چې د کابل-کندهار لویې مسافرو ددې لارې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې راپورته کړې او امنیتي چارواکې په وردګو کې د لویو اډو جوړیدو خبر ورکوي.

د یادې لارو مسافرو چې په وروستیو کې ددې لارې له امنیت شکایت درلود او ویلې یې و چې افغان ځواکونو ددې لارې په اوږدو کې خپلې پوستې پریښې او طالبان په ډډه زړه د لارې سر ته راوځي او دولتي مامورین وژني او یا یې هم له ځان سره وړي.

د کابل ـ کندهار لویې لارې مسافرو ددې اندېښنو په اړه د ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي چې په دغې لارې ځینې وړې پوستې له دې امله خوشې شوې چې په ځای به يې لویې اډې جوړې او دوامداره ګزمې به بېرته پیل شي. 

طالبانو بیا ویلي چې عام خلک پر دغه لار ډاډه تګ راتګ کولی شي خو دولتي مامورینو ته اجازه نه ورکوي.