په کمال خان بند د طالبانو په وروستي برید کې د ملي تصدۍ شپږ ساتونکي وژل شوې دي

روهي (نۍ/۳ د لړم)، د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، چې وسله والو طالبانو د نیمروز ولایت په کمال بند برید کړی او ددې تصدۍ ۶ ساتونکي یې وژلي دي.

د دې تصدۍ ویاند ضیا ودان رسنیو ته په خپل استول شوې پیغام کې ویلې، چې د وسله والو طالبانو په یاد برید کې د ۶ ساتونکو سربېره دوه تپیان شوې دي.

نوموړي په دې تړاو زیاته کړې: "نن سهار وختي طالبانو پر کمال خان بند برید کړی او په دې پېښه کې زموږ شپږ ساتونکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور ورکړی دی."

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی.