د ولسي جرګې پلاوي موندلې چې په امریکا کې د افغانستان سفارت په جوړ شوې دېوال کې پراخ فساد شوی

روهي (نۍ/۳ د تلې)، د ولسي جرګې هغه پلاوی چې د امریکا ته تللی و ترڅو معلومه کړي چې په دې هېواد کې د افغانستان سفارت د دېوالو جوړیدو په چارو کې د فساد ارزونه وکړي وايي، چې د دغه دېوال په جوړولو کې فساد شوی دی.

د دغه پلاوي مشر جاوېد صافی وايي، "د دغه دېوال پر جوړولو له ۳ لکو ډالرو نه ډېر لګښت نه ‌راځي، حال دا چې شااوخوا یو نیم میلیون ډالره پرې لګول شوي دي".

د ولسي جرګې غړی جاوید صافی چې په امریکا یې د افغانستان له سفارت لیدنه کړې په یوه ویډیو کې څرګندوي چې په دې هېواد کې افغان سفیره رویا رحماني په فساد ککړه ده او د سفارت چارې یې په نشت حساب دي.