په خوست کې د جلغوزیو حاصلات دوه چنده شوې دي

روهي (نۍ/۳ د لړم)، په خوست کې د جلغوزیو کاروباریان وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د جلغوزیو حاصلات دوه برابره زیات شوې دي خو د بیو ټیټو ته یې اندېښمن دي.

د دوی په خبره چې سږ کال په دې ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ښه او ډېر شوی خو بهرنیو هېوادونو ته د نه صادرولو چارې یې ګمرنګه او ورسره همهاله یې د قیمتونو په غورځیدو هم منفي اغېز کړی.

د افغانستان جلغوزي چې اکثره چین هېواد ته لیږدول کیدل د کرونا وېروس د خپریدو سره سم دا چاره هم ټکنی شوه چې اوس یو ځل بیا د جلغوزیو کاروباریان له دولت غواړي چې چين ته يې د لېږد پروسه چټکه کړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201024_072611_930.sdoc-->