د متحده ایالاتو سفارت په ترکیه کې خپلو وګړو ته خبرادری ورکړی چې د ځانونو خوندیتوب ته دې پام وکړي

روهي ( نۍ/۳ د لړم )، په ترکیه کې د متحده ایالاتو سفارت په دې هېواد کې امریکايي وګړو او د نورو بهرنيو وګړو په وړاندې د احتمالي "ترورستي حملو او تښتونې" خبر ورکړی دی.

په انقره کې د امریکا سفارت پرون د جمعې په ورځ په خپله وېبپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د ترکیې ترټولو لوی ښار استانبول کې د متحده ایالاتو قونسلګري په نښه شوې او په ترکیه کې نور موقعیتونه هم د ګواښ سره مخ دي.

په ترکیه کې د متحده ایالاتو وګړو ته سپارښتنه شوې چې په هغو سیمو کې چې امریکایان یا بهرنيان راټولیږي باید ډیر احتیاط وکړي، په شمول د لوی شافینګ مرکزونو او نورو دفترونو ته له ورتګ دې ډډه وکړي.

د امریکا سفارت وروسته له هغه دا خبرداری ورکړی چې په ترکیه کې د بهرنیو وګړو او د امریکا په قونسلګریو د بریدونو راپورونه ترلاسه شوې دي.

<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201024_065011_156.sdoc-->