ناټو د افغان سولې له پروسې په ملاتړ له طالبانو غوښتې چې تاوتریخوالی کم کړي

روهي ( جمعه/ ۲ د لړم )، په دوحه کې د سولې د هڅو په توګه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په تعقیب، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې روان تاوتریخوالی کم کړي.

په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې نن ماښام په یوه خبري کنفرانس کې د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ چې طالبان باید له ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

سټولټنرګ په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې له روانو خبرو ملاتړ څرګند کړی او په افغانستان کې یې د دایمي سولې د ټینګښت هیله څرګنده کړې ده.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201023_203250_126.sdoc-->