
روهي ( جمعه/ ۲ د لړم )، اروپايي ټولنه وايي د افغانانو ترمنځ د خبرو قدر دې وشي او وخت دې ورکړل شي ترڅو د دوی ترمنځ خبرې یوې ښې او مثبتې پایلې ته ورسیږي.
د اورپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي چې دا خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي او هېڅ بهرنی پکې نشته؛ او تر هغه چې دواړو لوریو د مرستې غوښتنه نه وي کړې.
د اروپايي ټولنې استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي له څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې په دوحه کې دي، خو تر اوسه یې د خبرو په کړنلاره هوکړه نه ده کړې او لا هم په هېواد کې جنګ له یوې بلې ته زور اخیستی.