په جاپان کې د ځان وژونکو شمېر په کال کې  تر 30 زرو واوښت

د جاپان د ملي پوليسو دفتر وايي، چې په 2010 کال کې دځان وژنو شمېر له 30 زرو واوښت. دغه مرکز وايي، چې تېرکال 31560 تنو پر ځان وژنې لاس پورې کړ، چې له هغو څخه شاوخوا 22 زره تنه يې نارينه او 9300 تنه يې ښځې وې. مرکز وايي، چې د ځان وژنې عمده لامل بيکاري او د مناسب کار نه موندل دي.