تخار کې هوايي برید ۱۲ ولسي کسان وژلي دي

روهي ( پنځه نۍ/ ۱ د لړم )، د راپورنو له مخې د تخار په مرکز تالقان هزار قرلق سیمه کې تېره شپه د هوايي برید پرمهال ۱۲ ولسي وکړي وژل شوې دي.
 
پېښه چې تېره ورځ ماسپيښین مهال شوې د والي ویاند محمد جواد هجري هم په پېښه کې د ولسي خلکو مړینه مني او زیاتوي"متأسفانه په دې هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي."

دده په خبره چې یاد هوايي برید په سیمه کې د جومات پر انګړ لګېدلی دی.

خو په تخار کې د وروستي برید په تړاو ملي دفاع وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلې، چې برید یې سیمه کې په وسله والو طالبانو کړی چې په پایله کې یې ۱۲ کسان وژل شوې دي. 

بلخوا د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم پر خپل فېس‌بوک لیکلي چې په تخار کې په یوه جومات کې د ماشومانو د وژل کېدو خبر بې ‌بنسټه دی.