نګورنو قرباغ کې نږدې یوه میاشت جګړه؛ دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي

روهي ( پنځه نۍ/ د لړم لومړۍ )، سربېره له هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې  د ودریدو ډیپلوماتیکي هڅې روانې دي د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ پر سیمې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د جګړې بل شوی اور په تودېدو دی.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف له هغو خبرو وروسته چې ویلې یې و، دا مسئله یوازې له پوځي لارې هوارېدلی شي. اوس د روانې جګړې په تړاو د ارمنستان صدراعظم وایي، د اوس لپاره له اذربایجان سره د نګورنو قره‌باغ د مسئلې هېڅ ډیپلوماتیکه حل لار نه‌ ویني؛ نوموړي په تازه په یوه وینا کې ویلې چې دا مسله اوس په اوږد مهاله واټن کې نه شي حل کیدی.

هغه زیاته کړه: "موږ باید تر هغه وخت پورې جګړه وکړو چې د منلو وړ یوه ډیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي."

په تېرې نږدې یوې میاشت کې چې د نګورنو قره‌باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړه پيل شوې ده د سلګونه کسانو د وژلو راپورونه خپاره شوي دي.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو د ایروان ملاتړي ارمنیان له ۱۹۹۴ کال راوروسته هلته واکمنان دي.