د امریکا د دفاع وزارت له افغانستان د سرتېرو د ایستلو برخه کې د ټرمپ له سخت فشار سره مخ دی.

روهي ( پنځه نۍ/ د لړم لومړۍ )، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو تازه په یو راپور کې ویل شوې، چې ټرمپ د ټاکنیز کمپاین لپاره غواړي ترڅو په پنټاګون هغه امر عملي کړي چې تر راتلونکي کرسمس له افغانستان خپل سرتېرې وباسي.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتو او په دې تړاو د ترمپ له فشار سره همهاله پخوانی امریکايي پوځي جنرال مارک کیمت ویلې، چې طالبانو د دوحې د هوکړې پر خلاف په افغانستان کې جګړه چټکه کړې ده.

نوموړي وضعیت ته په کتو ویلې چې که همداسې دوام کوي، نو ښایي امریکا د سرتېرو د ایستلو پر پرېکړه بیرته واخلي او له سره کتنه پرې وکړي.