طالبانو له خپلو ازادو شویو بندیانو غوښتي چې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي

روهي ( پنځه نۍ/ ۱ د لړم )، طالبانو یو ځل بیا د حکومت لخوا د هغو ټولو ۵ زره ازاد شویو بندیانو غوښتي، چې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او ورسره دې د خپل امنیت ته هم پام وکړي.

طالبانو په همدې موخه تازه خپره کړې اعلامیه کې په حکومت تور پورې کړی، چې د دوی په خوشې بندیانو یې چاپې وهلې، ځورلې او ان ځیني یې وژل شوې هم دي.

په اعلامیه کې ویل شوېچې د خوشې شویو بندیانو له ډلې یې دوی د خپل عادي ژوند او تدادوۍ په موخه ښارونو ته تللې چې ځیني یې بیرته نیول شوې دي.

بلخوا افغان حکومت د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په تړاو تر اوسه کوم څه نه دي ویلې.