د ځینې کسانو د وجود برخې په خپل سر شینې اوړي او دوی چې هر څه فکر کوي، چې لامل به یې څه وي لامل یې نه شي پیدا کولای، دا چې وجود ولې په خپل سر شین اوړي او د دې شینوالي لامل څه دی او دا شیوالی زموږ د ر وغتیا له پاره زیان لري او که نه؟ په دې مقاله کې یې په اړه معلومات تر لاسه کړئ.
د وجود د شینوالي لاملونه:
د ځینې کسانو وجود د عمر په لوړیدو سره شین اوړي، چې لامل یې د کوچنیو ویښته ته ورته رګونو له منځه تګ او د پو پستکي لاندي د وینې بهېدنه ده. کله چې د ځینې کسانو عمر زیات شي دا کوچني رګونه یې په وجود کې له منځه ځي نو ځکه یې وجود شین اوړي. په دې ډول د وجود شینوالی د تشویش وړ نه دي او کومې درملنې ته اړتیا نه لري، خو که ژر ورته متوجه شئ او د وجود هغه برخه مو چې شنه اوښتې د یخ ټوته پرې ونیسئ دا د دې لامل کېږي، چې د وجود د شینوالی مخنیوی وکړي.
په ځینې کورنیو کې کېدای شی دا د وجود شینوالي معمولی نه بلکې ډېر تیز وي، چې کېدای شی دا یوه ارثي ناروغي وي او د کورنۍ ډېری غړي پرې مبتلا شي، د دې ډول شینوالي توپیرول له معمولي شینوالي سره ستونزمنه خبره ده.
د ډېر یا تیز شینوالي ځینې نښې دا دي:
ـ د لږ ټپي کېدو یا خوږیدو په وخت کې ډېر شینوالی او شدید درد
ـ پرته له کوم لامل څخه د وجود زیات شیوالی
ـ په تکراري ډول د وجود د یوې برخې شینوالی چې جوړیدل یې څو اوونۍ وخت نیسی.
ـ د ټپ له ځای څخه د ډېرې وینې بهېدنه له ټپي کېدو لاس دقیقې وروسته
د وینې د رقیقوالي درمل کېدای شي، چې د وینې د ډېرې بهېدنې او یا د دېر شینوالي لامل شي. مشهور رقیق کوونکي عبارت دي له: وارفارین، هپارین، ریواروکسابان، دبیګاتران، اپیکسابان او اسپرین دی. او نور هغه ګیاهي درمل چې د وینې د رقیقوالي لامل کېږي او د افسرده ګۍ ضد درمل هم د دې لامل کېږي، چې وینه نرۍ شی او په وجود کې د وینې بهېدنې لامل شي.
کله چې د وینې بهېدنې ګډوډي له حده زیاته شي، د وجود شینوالی هم ورسره زیاتېږي، چې په دې وخت کې ناروغ ته دا حالت خطرناک دی او کېدای شي ناروغ له حده زیات د وینې له کموالي سره مخ شي او یا یې هم ژوند له خطر سره مخ شي. د دې ګډوډۍ نښې یو وار نه لیدل کېږي، بلکې دا نښې له ماشومتوبه له یوه انسان سره ملګرې وي.
وروستي