د وجود د شینوالي درملنه څه ډول کولای شو؟ 

 د وجود شینوالی یو په معمولی ډول دی، چې دا کومې خاصې درملنې ته اړتیا نه لري او بل په ډېر یا تیز ډول دی، چې دا د وینې له رقیقوالي یا نری کېدو څخه را منځته کېږي، چې دا بیا د یوه انسان له پاره زیان لري. دا چې د دې ډول شینوالی درملنه څه ډول کولای شو او څه باید وکړو، چې وینه له رقیق حالت څخه عادي حالت ته راشي او د وینې له بهېدو او د وجود له شینوالي څخه مخنیوی وشي. ځینې لارښونې یې په لاندې ډول ولولئ: 

ځینې ویټامینونه له وجود سره مرسته کوي، چې وینه له رقیق حالت څخه لخته شي او د وینې له بهېدو څخه مخنیوی وشی. د ځینې ویټامینونو کموالی د دې لامل کېږي، چې وجود له بېلا بېلو ناروغیو سره مخ شي. د ویټامین C کموالی په وجود کې د "اسکوربیت" په نامه د یوې ناروغۍ لامل کېږي، دا ناروغي د وینې د بهېدنې، د ژر نه جوړیونکو ټپونو او د وجود د شینوالي لامل کېږي. 

 ویټامین K په وجود کې د د وینې د لخته کېدو او وینې د بهېدنې مخنیوی کوي. نوي زیږیدلی ماشومان تر ډېره په وجود کې په کمه کچه ویټامین K لري، چې دا یې د وجود اړتیاوې نه شي پوره کولای او وینه بهېدنه نه شي بندولای. که کوچنیانو ته د زیږیدو نه وروسته ویټامین K ور نه کړل شي، کېدای شي د هغوی د وجود د شینوالي لامل شي. هغه د ډېر عمر کسان یا لویان هم چې د ویټامین K له کموالي سره مخ دي هغوی هم کېدای شی، چې د وینې له بهېدنې سره مخ شی او د وجود برخ یې شنه شي. 

د ویټامینونو د کموالي درملنه په اسانه ډول کېدای شي، که د وجود شینوالی د ویتامینو د کموالي په اساس وي، د دې له پاره ډاکټران باید لومړی د وینې ماعینات وکړي او دا ستونزه معلومه کړي، چې د وینې بهېدنه د کومو لاملونو په اساس دی. 

واسکولیت هغه ناروغي ده، چې د وینې  د رګونو د التهابي کېدو لامل کېږي. د واسکولیت په ناروغۍ کې پرته د وینې له بهېدنې او وجود د شینوالي د زړه له تنګوالي، د وجود د غړو د بې حسۍ حس، په پوستکي د کم رنګه لکو څرګندیدل دي. د دې ناروغۍ درملنه په بېلا بېلو لارو کېږي، چې د استروئید درمل هم د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي. 

په پایله کې ویلای شو چې د وینې د بهېدنې د مخنیوی او د وجود د شینوالي د درملنې له پاره اړینه ده، چې ویټامینونه پوره کړو ځکه د ویټامینونو کموالی په وجود کې د وینې د بهېدنې لامل کېږي.