جلال اباد ښار کې د نننۍ پېښې په اړه وروستي مالومات 

روهي (څلورنۍ/۳۰ د تلې)، جلال اباد ښار فوټبال سټډيوم کې د پاکستاني ويزو د اخېستنې په مرکز کې د ګڼې - ګوڼې له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. لومړني راپورونه ښيي چې پېښه کې يوولس ميرمنې وژل شوې دي او ۱۲ نور کسان ټپيان دي. 

د ننګرهار حوزوي روغتون چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د ۱۲ مېرمنو جسدونه او ۱۲ ژوبل ور وړل شوي چې عمرونه يې د پنځوس او شپيتو کلونو ترمنځ دي. ژوبلو کې ۳ يې نارينه دي.

جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ د دغه پېښې په غبرګون کې ويلي دي، ډېر شمېر خلک د پاکستان ویزې ترلاسولو ته ټول شوي و، خو ناسم مدیریت او وېرې له امله ۱۲ ښځې مړې شوې.

د کابل په شمول د هېواد په نورو ولايتونو کې د پاکستان ويزې په ستونزمنه توګه اخېستل کيږي او د فساد پراخه زمېنه په کې برابره شوې ده.