په کراچۍ د (ام کيو ام) د يوه مشر د وژنې له امله اړو دوړ رامنځته شو

پرون د مهاجرو د قومي غورځنګ (ام کيو ام) يو مشر غړی ياور عباس په کراچۍ کې د توپک په ډزو ووژل شو. د ده د وژنې په غبرګون کې د ام کيوام غړو په قهرجنو لاريونو پيل وکړ او يو شمېر ګاډو ته يې اور واچولو. د يوه ګاډي د تېلو د ټانکۍ د چاودنې له د يوه پوليس او يوه عکاس په ګډون 13 تنه ټپيان شول.